IQNA

 فارسی ژبه د اسلامی ایران د بډائ کلتور د دودیدا لپاره یو ترټولو لوي ظرفیّت دی

16:48 - May 15, 2026
د خبر لمبر: 3492775
ایکنا- د اسلامی  انقلاب ستر لارښود د ستر فارسی ژبې شاعر  حکیم ابوالقاسم فردوسي  د درنښت او د فارسی ژبې د ملی ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې وفرمائيل؛ د فارسی ژبه او ادب  په پراخې نړئ کې د ایران د اسلامی جمهوریت د بډائ کلتور او تمدن  د دودیدا لپاره یوترټولو لوي ظرفیّت دی ؛ او  د فارسی  ژبې په  قدرتمنیدا  د مونږ د لوړ مقام شهید اوحکیم رهبر سپارښتنې، د ایرانی- اسلامی تمدن د  اقتدار  د لارې مشال دی.  

 ایکنانیوز د  رهبرۍ د   آثارو  د خپریدا او ساتنې د ادارې د اطلاعاتي برخې له قوله راپور راکړی، د غواې مياشتې د ۲۵ نېټې  یعني د فارسي ژبې او د ستر ايراني شاعر حکيم\ابوالقاسم فردوسي د درنښت او د  فارسي ژبې د ملی ورځې د درنښت په مناسبت  د اسلامي انقلاب  معظم لارښود حضرت آيت الله سيد مجتبی خامنه اي پيغام  خپور شوی چې ستاسو خدمت ته ئې هم وړاندې کوو.

بسم‌الله الرّحمن الرّحیم 

فارسي ژبه نه يوازې د خبرو او ليکلو وسيله ده، بلکې د ايرانيانو د پېژندنې چوکاټ او د  لیدتوګو او هويتي پولو د نښلولو رشته هم جوړوي. فارسي ژبه او ادبيات د اسلامي ايران د بډایه تمدن او کلتور د دودولو لپاره په نړيواله کچه له تر ټولو لويو ظرفيتونو برخمن  دي؛ او زمونږ د حکيم او شهيد رهبر اعلی‌الله مقامه‌الشريف سپارښتنه دا ده چې فارسي ژبه پياوړې شي، دا د «ايراني ـ اسلامي تمدن» د اقتدار د لارې مشال دی.

د ایران قدرمن او عزتمند ولس په درېیمې مقدسې دفاع کې هم لکه څنګه چې په دوو پخوانیو تپلي جنګونو کې ئې ثابته کړې وه، وښودله چې د فردوسي ائيډیله  کیسې د دوي د ژوند حقیقت او د دوی  اتلوال  شخصیت دی، او د شاهنامې انسان جوړونکي، اتلولي او قرآني مفاهیم د ایران ټول قومونه او پرګنی د خپل هویت،  خوندیتوب او خپلواکۍ په ساتنه او د «ضحاک ډولو» یرغلګرو  پر ضد په مبارزې کې یو موټی، همغږي او یوزړه کوي. دا  په صحنې کې د شتون، دفاع او بریا حماسه، د فرهنګ، د ادب او هنر خاوندانو ته ستر مسئولیت ورپه غاړه کوي چې د فردوسي په څېر راپورته شي او د هنرمندانو بعثت د خلکو د بعثت په دوام کې رامینځته کړي؛ فکر، قلم او ژبه له هنر سره یو ځای کړي او د ملت د ستر پاڅون روایت په تاریخ کې تلپاتې کړي.

له بلې خوا، د دښمنانو او د نړۍ د شیطانانو د یرغل په مقابل کې، د زړوَر مقاومت او د افتخار وړ بریا، ولس د تمدني خپلواکۍ د ساتني او د امریکایي ژوند  د سټایل او ژبني او فرهنګي یرغل پر وړاندې د مبارزې لپاره لا چمتو کړی دی، څو د فرهنګي ډګر فعالانو د  نوښت له لارې د ژبني او نظریاتی دفاع د تامینولو او د ماشومانو، زلمیانو  او ځوانانو د ودې او پرمختګ لپاره، تر وروستۍ بریا پورې پاتې مزل په لا زیاتې مضبوطیا سره کچ کړي، بِعَون‌ الله تعالی.

سیدمجتبی حسینی خامنه‌ای

د ۱۴۰۵ لمریز کال  د غواي د میاشتې ۲۵  

https://iqna.ir/fa/news/4352301

captcha